کابل ټکی کام (جمعه، ۵ لړم، ۱۴۰۲ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، که په غزه کې نسل وژنه دوام ومومي، د اور لمبې به يې تر امریکا هم ورسېږي
نوموړي زیاته کړې ده، چې د
نړیوالو قوانینو له مخې فلسطینیان حق لري چې د وسله والې مبارزې په شمول د خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره له هرې لارې کار واخلي.
نوموړی زیاتوي: څوک چې غواړي جګړه پراخه نه کړي باید پر اسراییلو فشار راوړي چې په غزه کې خپله جګړه ودروي د غزې په جګړه کې د واشنګټن اقدامات او مستقیم ګډون د ملګرو ملتونو له منشور څخه ښکاره سرغړونه ده.
د ایران دغه لوړ رتبه دیپولومات ویلي، چې د هیواد په ګډون یې قطر او ترکیه چمتو دي چې د حماس لخوا د ملکي بندیانو په خلاصولو کې مرسته وکړي.: حماس د ملکي بندیانو خوشې کولو ته چمتو دی او نړۍ یې باید په ځواب کې د 6000 فلسطینیانو د خوشې کیدو ملاتړ وکړي.


















