کابل ټکی کام (دوشنبه، ۸ لړم، ۱۴۰۲ل)
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله اونیزه مقاله کې CIA ته د ځینو نږدې سرچینو او په منځني ختیځ کې د واشنګټن د پخواني استازي په حواله ویلي، چې ځینو مهمو عربي هیوادونو له امریکا غوښتي چې د حماس په ځپلو کې اسراییلو سره مرسته وکړي
یادې ورځپاڼې ته په منځني ختیځ کې د امریکا پخواني استازي “ډېنس راس” ویلي: تېرې دوه هفتې ما څو عربي هیوادونو ته سفرونه وکړل. ۵ لوی عربي هیوادونه مونږ سره په دې اتفاق لري چې حماس باید ووهل شي چې د روانې جګړې ګټونکی ونه ګرځي.
د نوموړي په خبره عرب واکمنان ویره لري که د “حماس” اسلامي غورځنګ د اسراییلو پر وړاندې نظامي او سیاسي بریا خپله کړي نو په منځني ختیځ کې به د اسلامپالنې څپې ته یوه نوې روحیه ورکړي چې په دې صورت کې د دوی قدرت له حیاتي مشکل سره مخ کولای شي.
د امریکا دغه پخوانی چارواکی وایي، چې غزه کې د حماس بریا به لومړی د محمود عباس په واکمنۍ ستر ګذار وي او تر ډېره امکان لري چې د الفتح ګوند په ځای حماس د چارو واګې په لاس کې واخلي. او حماس په دې کې شهرت لري چې د سعودي په ګډون د کوم عرب هیواد فرمایشونه نه مني او الفتح ګوند بیا تر ډېره د عربانو په ګډون د نړېوالو د غوښتنو منلو ته چمتو دی.
















