اسراییلي پوځ: غزه کې یې د نښتو په ترڅ کې ګڼ شمېر پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۰ لړم، ۱۴۰۲ل)

اسراییلي پوځ خبر ورکړی، چې د اکتوبر له اوومې راهیسې یې د وژل شویو پوځیانو او افسرانو شمېر ۳۰۴ او په غزه کې د حماس له خوا د یرغمل شویو کسانو شمېر ۲۴۰ ته رسېدلی دی.

د اسراییلو اشغالګرو او فلسطیني مقاومتي ډلو ترمنځ د غزې په شمالي سیمو کې د “سختو” نښتو په ترڅ کې، اسراییلي پوځ د چهارشنبې په ورځ د نومبر په لسمه د خپلو وژل شویو کسانو نوی شمیر اعلان کړ.

د اسراييلي پوځ په یوه لنډه اعلاميه کې ويل شوي چې په غزه کې د نښتو په ترڅ کې یې ۱۲ عسکر وژل شوي دي.

په ورته مهال د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” لېوا ویاند “ابوعبیده” تېره شپه خبر ورکړ، چې د غزې په شمال کې د بیت حنون په سیمه کې یې د اسراییلي پوځیانو پر ضد تعرضي عملیات ترسره کړي دي.

د “العربیه” د راپور له مخې، د حماس جنګیالي له یوه تونل څخه راوتلي، په بیت حنون کې یې د ۳۵ اسراییلي پوځیانو پر ضد د تعرضي عملیات ترسره کړي او له هغوی سره یې نښته کړې ده.

د دغه راپور له مخې په دغه برید کې د اسراییلي فوځ یو کاروان په نښه شویے چې په پایله کې یې یو شمېر اسرائیلی پوځیان مړه او ژوبل شوي دي.

د ویلو ده چې صهیونیستي پوځ له تېرې اونۍ راهیسې څو ځله هڅه کړې، چې د غزې شمالي سیمو ته ننوزي؛ خو د حماس د مجاهدینو لخوا د کلک مقاومت سره مخ او بریدونه یې په شا تمبول شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button