حماس: صهیونیستي اشغالګر د جګړې له پیله تر اوسه کومه نظامي لاسته راوړنه نه لري

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۸ لړم، ۱۴۰۲ل)

د حماس اسلامي غورځنګ یو لوړ پوړي مشر “غازي حمد” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې صهیونیستي اشغالګر د جګړې له پیله تر اوسه کومه نظامي لاسته راوړنه نه لري

نوموړی زیاتوي: اشغالګر صهیونیستي پوځ د جګړې له پیله تر اوسه کومه نظامي او سیاسي لاسته راوړنه نه لري؛ خو د غزې په تړانګه کې هر وخت او هر ځای په ولسي وګړو بریدونه دوام لري او د وژلو شمېرې ورځ تر بلې په لوړېدو دي.

د غازي حمد په خبره: له کومې ورځې چې یرغل پیل شوی، تر اوسه پکې زرګونه ماشومان، ښځې او ځوانان شهیدان شوي. دا په اثبات رسوي چې اشغالګر صهیونیستي ريژیم د فلسطینیانو ډلییزه وژنه پيل کړې ده. د غزې په تړانګه کې د 203 ښونځیو او لسګونو روغتونونو په ګډون 200 زره کورونه ویجاړ شوي او یا ورته ډېر زیانونه اوښتې دي.

نوموړي د جنګي جنایتونو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې صهیونیستي اشغالګرو غزه کې پراخ جنګي جنایتونه ترسره کوي چې باید حساب او سزا ورکړل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button