کابل ټکی کام (جمعه، ۱۲ لړم، ۱۴۰۲ل)
د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان حکومت رییس الوزرا “ملا محمد حسن اخند” نن په یو ویډیويي پیغام کې ویلي، چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ځورولو حق نه لري.
نوموړي ویلي، که د پاکستان حکومت له افغان حکومت سره ستونزه لري؛ نو باید د خبرو له لارې یې حل کړي.
هغه ویلي، د کډوالو ازارول، د هغوی شتمنۍ نیول، کورنه یې ورانول او په راتګ کې ورته ستونزې جوړول په یو قانون کې هم نشته او د پاکستان حکومت باید افغان کډوالو ته وخت ورکړي چې په عزتمندانه ډول خپل هېواد ته راستانه شي.
رییس الوزرا دغه راز ویلي، ټولو ادارو ته یې امر کړی چې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي.
هغه له خلکو هم غوښتي چې افغان کډوالو سره مرسته وکړي.


















