کابل ټکی کام ۰۱کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
طالبانو پخپله رسمي خبر پاڼه کې ادعاء کړې ده، چې تېره شپه شاوخوا ۱۰ بجې یې د بغلان ولایت د پلخمري ولسوالۍ اړوند په ګوهرګن نومي سیمه کې د افغان ځواکونو برید یې په شا تمبولی، او ۹ عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
خبر پاڼې کښلي دي چې:
«درارسیدلو خبرونو له مخي تیره شپه شاوخوا ۱۰ بجې د بغلان ولایت پلخمري ولسوالۍاړوند د ګوهرګن په سیمه کې د مزدوردښمن سپیشل فورس او نورو ګڼ شمیر عسکرو د مجاهدینو په هدفونو تعرضي بریدوکړ.»
خبر پاڼې لیکلي دي، چې د جګړې په پایله کې یې ۵ تنه عسکر وژلي، او ۴ تنه نور یې سخت ټپیان کړي دي، او پاتې نور د تلفاتو په لیدلو سره په شا شوي دي.
خبر پاڼې د شپې د دوربین او د یوه ماین پال تر څنګ د ګڼو نورو وسلو او مهماتو د نیولو خبر هم ور کړی دی.
خبر پاڼې زیاته کړې ده چې په جګړه کې یې جنګیالیو ته هېڅ نوعه زیان نه دی اوښتی.
















