« تبصره »
په سوريه کې دبشارالاسد ، پلوي پوځونو ، چې د حلب ښار له مخالفينوخلاص کړ اوس غواړي دحلب، خواو شا سيمو کې هم په مخالفينو بريدونه وکړي او نږدې سيمې دمخالفينو له ولکې ازادي کړي ، چې امريکا، سعودي عربستان او ورسره ملګري يې انديښنه لري ، چې په عراق، کې عراقی پوځونو له داعشه د رمادي ښار ونيو ؛ نوه نور په رمادي خواوشا کې د داعش دډلې موجوديت پای ته ورسيد.
دارنګه که داسد پلوي پوځونه هم دحلب خواو شا سيمې له داعشه ازادې کړي بيا به داعش ډله نور په عراق او سوريه کې دبريدونو توان د لاسه ورکړی په همدې موخه امريکا، سعودي عربستان، وهڅاوه ،چې په سوريه کې د خپلو پوځيانو په ليږلو ځمکني عمليات پېل کړي، په ښکاره خو د سعودي عربستان لخوا د سوريې د پوځ پرخلاف دعملياتو او جګړې په اړه څه نه دي ويل شوي ؛ خو که يو شمېر سيمو ته چې اوس پکې د اسد مخالفين شتون لري خپل اتحادي پوځونه عربستان ته وليږي، په هغه سيمو کې چې مخالفينو په واک کې ده داسد دپلويانو پر مختګ به ناشونی کړي.
امريکاډيره هڅه کوي، چې دسعودي عربستان پوځونه په سوريه کې په جګړه اخته شي او دارنګه به په سوريه کې ځايي مسلمانانو او هم دبشار الاسد پلوي پوځيانو سره جګړه پېل شي په يمن کې هم همدا حال دی دسعودي عربستان، هوايي ځواک ديمن دمسلمانانو پرخلاف بريدونه کوي دامريکا، بل د ناټو غړی هېواد ، چې په سوريه کې د روسيې دهوايي بمباريو سره مخالفت څرګندوي وايي، د سوريې دجګړې پای ته رسول په ځمکني پوځ سره کيدی شي په نړيواله سطحه او پاتې ټولنه او ملګري ملتونه په دې ټينګار کوي ، چې هېڅ وخت شخړې په جګړو نشي ختميدای او مذاکرات يې اصلي لاره ده؛ خو په سوريه کې چې امريکا سعودي عربستان او ترکيه يوه غاړه دي په سوريه کې ځمکني عمليات دجګړې پای ته رسول بولي.
دمخه به دبشر دحقوقو او ادارې راپور ورکړ چې د سوريې يو شمېر ښارونو کې خو د سوريې حکومت اوس د بشري مرستو د رسيدو، زمينه هم برابره کړه خو بيا هم امريکا سعودي ديته مجبوروي چې په سوريه کې دخپل پوځ او ورسره د اتحادي پوځيانو په لېږلو ځمکني عمليات پېل کړي.
روسيې او ايران سعودي عرستان ته خبرداری ورکړی دی : که سعودي عربستان سوريې ته ځواکونه وليږي دبد عواقبو ذمه واري به هم د سعودي پرغاړه وي او روسيې دا هم ويلي چې د سعودي دځواکونو په لېږلو امکان لري سوريه د جګړې ډګر وګرځي.
که سعودي عربستان د امريکې په هڅونه سوريې ته د خپلوځمکنيو پوځونو د ليږلو تېروتنه وکړي ؛ نو سعودي عربستان به له يوې خوا په اسلامي هېوادونو کې خپل اسلامي وقار د لاسه ورکړي او دبلې خوا به په يمن کې د هوايي بمباريو دوام او په سوريه کې دځمکنيو عملياتو انجام به سعودي عربستان ته په ګران قيمت تمام شي.

















