د حماس او اسراییلو اوربند مات؛ صهیونیستانو پر غزې هوایي بریدونه کړي او حماس پرې توغندي ویشتلي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۰ لیندۍ، ۱۴۰۲ل)

د راپورونو له مخې د فلسطین د اسلامي مقاومتي غورځنګ حماس او د اسراییلي/ صهیونیست سازمان ترمنځ د لنډمهالي اوربند تر ماتېدو وروسته اسراییلي نیواکګرو د غزې په یو شمېر سیمو هوایي بریدونه کړي او حماس یې هم په مقابل کې یهودي سیمې په توغندیو ویشتلي دي.

په ورته مهال د غزې له شمالي سیمو راپورونه وایي، چې د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې القسام د مجاهدینو او نیواکګر صهیونیستي پوځ ترمنځ خونړۍ نښتې راوانې دي؛ خو تر اوسه په هوایي بریدونو او وسلوالو نښتو کې د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویل شوي.

دغه لنډمهالی اوربند چې څو ورځې وړاندې د مصر، قطر، ترکیې او امریکا په منځګړیتوب رامنځته شوی و. په پایله کې یې د دواړو لوریو لخوا ګڼ شمېر نیول شوي ملکي وګړي خوشې شول. او غزې ته په لویه پیمانه خوراکي او نور ډول- ډول اړین توکي ورسول شول.

دا په داسې حال کې ده چې منځګړو هیوادونو یوځل بیا له ښکیلو لوریو غوښتنه کړې ده چې د یو نوي اوربند د رامنځته کېدو لپاره دوی ته واک ورکړي ترڅو یو تل پاتې اوربند رامنځته شي.

مربوطه مطالب

Back to top button