قطر: په راتلونکو څو ورځو کې به د حماس او اسراییلو ترمنځ د یو داییمې اوربند موافقې ته ورسېږو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۸ لیندۍ، ۱۴۰۲ل)

په داسې حال کې چې په غزه کې د حماس اسلامي غورځنګ او د اسراییلي/ صهیونیست سازمان ترمنځ لنډ مهالی اوربند دوه ورځې نور هم غځول شوی دی. تازه د قطر د بهرنیو چارو وزیر په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې په راتلونکو څو ورځو کې به د حماس او اسراییلو ترمنځ د یو دائیمي اوربند موافقې ته ورسېږو.

په ورته مهال واشنګټن پوسټ
د امریکا د مرکزې استخباراتو یا C.I.A رئیس (ویلیام برنز) قطر ته رسیدلی ترڅو د حماس او صهیونیستي رژیم ترمنځ د یو دائیمي اوربند لارې چارې ولټوي.

د ا په داسې حال کې ده چې د تېرې اکتوبر میاشتې په ۷ مه حماس اسلامي غورځنګ او نورو فلسطیني- مقاومتي ډلو په ملاتړ د “الأقصی طوفان” په اسراییلي ښارونو د تاریخ تر ټولو بې ساري او بریالي عملیات ترسره کړل، چې په پایله کې یې زرګونو اسراییلي اشغالګرو ته مرګ ژوبله واوښته او په ځواب کې یې صهیونیستي اشغالګرو پر غزه هوایي بریدونه پیل کړل- د غزې شمال ته یې د ننوتلو ناکامې هڅې وکړې؛ خو بریالي نشول او سلګونه پوځیان یې مړه- ټپیان او سلګونه وسایط له مینځه یو وړل شول.

د ویلو ده چې د اسراییلي اشغالګرو لخوا پر غزې پنځوس ورځې هوایي او ځمکني بریدونه دوام وکړ، چې له امله یې د غزې تړانګې ۶۰% سلنه د استوګنې ودانۍ، درې روغتونونه، بې شمېره جوماتونه، مدرسې او کلیساوې ویجاړې شوې د ښځو او ماشومانو په ګډون 38000 زره بې دفاع فلسطینیانو ته مرګ ژوبله واوښته.

مربوطه مطالب

Back to top button