حماس: غزه کې مو ۴۰ صهیونیستي پوځیان وژلي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۵ مرغومي، ۱۴۰۲ل)
د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې “القسام” خبر ورکړی، چې د غزې تړانګې په شمال کې یې په اسرائیلي پوځیانو مرګوني بریدونه کړي، چې په پایله کې یې ۴۰ صهیونیستان وژلي او لسګونه نور یې ژوبل کړي دي.
د القسام ویاند “ابوعبیده” د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې د اسرائیلي پوځ په خلاف د خپلو مقاومتي فعالیتونو په اړه معلومات ورکړي دي.
په بیان کې ویل شوي، چې جنګیالیو یې د جبالیه په سیمه کې په یوه کور کې په راټولو شوو ۴۰ تنو اشغالګرو برید کړی او ټول یې وژلي دي.
اسراییلي رسنیو هم په غزه کې خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې پخلی کړی؛ خو د کره شمېرې په هکله یې څه نه دي ویلي.
د ویلو ده، چې د اسرائیلو اشغالګر پوځ اعلان کړی، چې د اکتوبر له اوومې راهیسې چې پر غزې د دوی بریدونه پیل شوي، د دوی ۴۸۹ پوځیان وژل شوي دي؛ خو نړیوالې رسنۍ بیا وایي، چې د صهیونیستانو مرګ ژوبله له هغه څو برابره ډېره ده، چې دوی منلې ده.



