د اسراییلي اشغالګرو په برید کې د سپاه پاسداران مهم قوماندان وژل شوی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۵ مرغومي، ۱۴۰۲ل)
اسراییلي اشغالګرو د سوریې پلازمینې دمشق ته نږدې د “زینبیه” په سیمه کې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو په یو مرکز هوایي برید کړی، چې په پایله کې یې د یادو ځواکونو مشهور قوماندان “رضاء موسوي” وژل شوی دی.
ایران د اسراییلي اشغالګرو د دې برید په اړه ډیر سخت غبرګون ښودلی او ګواښ يي کړی چې غچ به یې اخلي.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د اسرائیلو لخوا د رضا موسوي د وژلو په غبرګون کې وویل: دوی به خامخا د دغه جنایت بیه ډیره ګرانه پرې کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر “حسین امیر عبداللهیان” د ټولنیزې مډیا X له لارې په یو خپور کړي پیغام کې کې ویلي، چې له صهیونیستانو څخه به خامخا ددې برید غچ اخلي. نوموړي ویلي: چې “تل ابیب” د سختو بریدونو انتظار وکړي.”
دغه راز د سپاه پاسداران د پوځ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې صهیونیستان به د هغه څه بدل ډیر ګران پرې کړي چې ترسره کړي یې دي.
د ویلو ده، چې رضا موسوي د ایراني جنرال قاسم سلیماني له نږدې ملګرو څخه و چې په ۲۰۲۰م کال کې په عراق کې د امریکا په برید کې ووژل شو.موسوي په سوریه کې د سپاه پاسدارن پوځ د “لوړپوړي پوځي سلاکار” په توګه دنده ترسره کوله.



