خلیفه سراج الدین حقاني: د يتيمانو پالنه او روزنه د ټولو ګډ مسولیت دی

کابل ټکی کام (جمعه، ۸ مرغومي، ۱۴۰۲ل)
د کورنيو چارو وزیر الحاج خلیفه سراج الدین حقاني پرون پنجشنبه د مرغومي په ۷مه د اُبَیْ ابْنِ کَعَب ديني مدرسې د فارغو شوو زده کوونکو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ. نوموړي یادې غونډې ته د خبرو پرمهال وویل:د يتيمانو پالنه او روزنه د ټولو ګډ مسولیت دی
خليفه سراج الدين حقاني د يادې مدرسې زده کوونکو د د ستار فضليت په موخه جوړې شوې غونډې ته په وينا کې د تېر جهادي بهير سختیو ته په اشارې سره وویل، د اسلامي امارت جهادي صف د مجاهدينو غم او شهادت که څه هم دردوونکی او له زغم څخه به وتلی و، خو د شهیدانو د کرامت له امله به غم سره خوښي مل وه، اما د يتيمانو په ليدلو سره به یې تاثر بې حده دروند شو.
ښاغلي حقاني د شهيدانو وارثينو او یتیمانو پالنه د ټولو مسلمانانو ګډ مسؤليت و باله او د يتيمانو له پالونکو يې و غوښتل چې په پالنه او روزنه کې يې ناغېړي و نه کړي او هڅه وکړي چې یتیم ماشومان د خپلو اولادونو په څېر په اسلامي او افغاني روحیه وروزي.
د پوهنې وزارت مالي او اداری معین صبغت الله وصیل دې ناستې ته په وينا کې وویل: د ماشومانو او تنکيو ځوانانو ښوونه او سالمه روزنه د اسلامي امارت له لومړيتوبونو څخه ده او په وینا يې د نوي نسل روزنه د دین له بنسټونو څخه سرچينه اخلي.
دغه غونډه د يادې مدرسې د زده کوونکو له خوا د علمي مقالو او ویناوو په لوستلو، نندارې ته د ورزشي لوبو وړاندې کولو او فارغو شوو زده کوونکو ته د جایزو پر ورکړې سره پای ته و رسېده.



