جنرال یحیی سریع: تېرو ۳ ورځو کې مو پر امريکايي او بريتانوي بيړيو ۶ بريدونه کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۷ وری، ۱۴۰۳)

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” په خپلو تازه څرکندونو کې ویلي، چې په تېرو ۳ ورځو کې مو پر امريکايي او بريتانوي بيړيو ۶ بريدونه کړي دي.

نوموړي، چې نن یې پلازمېنه “صنعا” کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل: د یمن وسله والو ځواکونو په تېرو دریو ورځو کې د بالستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله د امریکا او برېتانیا شپږ بېړۍ ویشتلي، چې له امله یې ۴ بېړۍ په بشپړه توګه ویجاړې شوي او دوه نورو ته په کاپي اندازه زیان رسیدلی دی.

د یحیی سریع په خبره یاد بریدونه یې په یمن د امریکا، برېتانیا دوستیو وحشیانه بریدونو او په غزه کې په مظلومو فلسطنیانو د روانو وحشتونو په غچ کې ترسره کړي دي.

د ویلو ده، چې د تېر 2023م کال د نوامبر د میاشتې له ۱۹ نیټې راهیسې د یمن وسله والو ځواکونو د فلسطیني ولس د ملاتړ او پر غزې تړانګې د صهیونیستي اشغالګرو لخوا د روان وحشت په غبرګون کې په سره سمندرګي او عدن خلیج کې د امریکا، برېتانیا، اسرائیلو او ځینو نورو هېوادونو په بېړیو د بې پیلوټه الوتکو او بالستیک توغنديو په وسیله 116 بریدونه ترسره کړي، چې په پایله کې یې لسګونه بېړۍ له منځه وړي دي

مربوطه مطالب

Back to top button