کابل ټکی کام (سه شنبه، ۷ وری، ۱۴۰۳)
د فلسطین د مقاومتي غورځنګ “اسلامي جهاد” عمومي منشي “زیاد النخاله” د ایران په پلازمېنه تهران کې د ایران د سل زره خلکو یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې د فلسطین ولس به د قرآن-اسلام او ایراني ولس په ملاتړ په اسرائیلو بریالی شي.
زیاد النخاله د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې د ایران حکومت او ولس د اسلامي نړۍ په کچه لومړنی اسلامي هېواد دی، چې د فلسطین قضیې یې ته یې اهمیت ورکړی او د فلسطین د مظلومو مسلمانانو ښکاره مرسته کوي.
د ویلو ده، چې نن د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر مشر “اسماعیل هنیه” د یو لوړ پوړي پلاوي په ملتیا د ایران پلازمینې تهران ته رسیدلی او هلته یې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون له لوړ پوړو ایراني سیاسي او پوځي چارواکو سره د غزې په ګډون په سیمه ییزو موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.


















