غزه؛ وسله والو نښتو کې ګڼ اسرائیلي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۷ وری، ۱۴۰۳ل)

د راپورونو له مخې د غزې شمالي، مرکزي او جنوبي سیمو کې د حماس اسلامي غورځنګ او اسرائیلي ترهګرو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي، چې په پایله کې یې لسګونو صهیونیستي پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر غړي او ویاند “حسام بدران” کابل ټکی کام وېب پاڼې ته تائید کړه، چې ځواکونو یې د غزې شمال کې د اسرائیلي ترهګر پوځ ۷ ټانکونه د “الیاسین 105” توغندیو په وسیله ویشتلي، چې په پایله کې یې ۱۳ تېري ګر وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.

نوموړي دغه راز د غزې جنوب کې هم د سختو نښتو خبر ورکړی او په خبر یې د اسرائیلو ګڼ شمېر پوځيانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

حسام بدران د “کابل ټکی کام” د خبریال پوښتنو ته د ځوابونو په ویلو سره وویل، چې د ځواکونو مرال یې غښتلی ده او په تېرو ۷۲ ساعتونو کې د غزې تړانګې په ختیځ کې د یو لوړ پوړي صهیونیست قوماندان په ګډون ۲۰ اسرائیلي پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دویلو ده، چې اسرائیلي ریژیم د خپلې ګونګې پالیسۍ پر بنسټ غزه کې خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې له غزې د لسګونو وژل شویو پوځیانو مړي تل أبیب ته رسیدلي، چې د نتنیاهو پر ضد یې د خلکو غوصه پارولې او دا مهال یې پر وړاندې پراخ لاریونونه روان دي.

مربوطه مطالب

Back to top button