کابل ټکی کام (جمعه، ۱۷ وری، ۱۴۰۳ل)
له سوریې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د “ابو محمد جولاني” په مشرۍ د پېژندل شوې حکومت مخالف ډلې مرستیال مشر “أبي ماریا القحطاني” د یاد هيواد په حلب ولایت کې په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.
په حلب ولایت کې د “المیادین” نړېوال تلویزیوني چینل خبریال د تحریرالشام ویلي، چې چاودېدونکي توکي د نوموړي په مېلسمتون کې ځای په ځای شوی و، چې د نوموړي له ورتګ سره سم چاودنه رامنځته شوې، د القحطاني په ګډون ګڼ نور کسان هم وژل شوي او د مېلمستون ودانۍ هم په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.
د ویلو ده، چې تحریر الشام وسله والې ډلې په رسمي توګه د خپل مرستیال مشر د وژل کېدو په هکله څه نه دي ویلي؛ خو یادې ډلې ته نږدې یوې سرچینې “المیادین” تلویزیوني شبکې ته د نوموړي وژل کېدل تائید کړي او په خبره یې له لومړنیو شواهدو ښکاري، چې نوموړی به د سوریې استخباراتي ادارې وژلی وي.


















