کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۶ وری، ۱۴۰۳ل)
د سپوتنیک خبري آژانس د خبر له مخې د روسیې د وسله والو ځواکونو د “آودیوسکي” ښار کې خپل پرمختګ ته دوام ورکړی دی.
د سپوتنیک په وینا، د روسیې د دفاع وزارت راپور ورکړی، چې اوکرایني ځواکونو په یوه ورځ او شپه کې د “کوپیانسکي” او “آودیوسکي”په لارو او کوڅو کې د سختو جګړو په پایله کې 430 سرتیري له لاسه ورکړي دي.
د روسیې د دفاع وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي: «چې ځواکونو یې د کوپیانسک په لور خپل پرمختګ ته دوام ورکړی او د لومړۍ کرښې په اوږدو کې وضعیت د دوی په ګټه دی او د اوکرایني ځواکونو د وسلو او تجهیزاتو ګڼې زیرمې د روسي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.


















