کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۹ ثور، ۱۴۰۳ل)
هيواد: د الميادين خبري آژانس د خبر له مخې د لبنان اسلامي مقاومتي غورځنګ “حزب الله” د اشغال شوي فلسطين په “الجليل” ښار کې د صهيونيستي رژيم پر يوې پوځي اډې بې ساري هوايي بريدونه کړي دي. الميادين د ياد غورځنګ د سرچينو په حواله خبر ورکړي، چې د لبنان له جنوب څخه د اشغال شوي فلسطين په شمالي «الجليل» ښار کې د صهيونيست رژيم د يوې پوځي اډې پر لور شپږ بې پيلوټه الوتکې ويشتل شوې دي، چې په پايله کې يې ياده اډه ويجاړه او ګڼ شمېر صهيونيستي پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.اسرائيلي رسنيو هم راپور ورکړي، چې له لبنان څخه ۶ بم غورځوونکو بې پيلوټه الوتکو د اسرائيلي پوځ يوه اډه په نښه کړې ده، چې ګڼ پوځيان پکې ټپيان شوي دي.د يادونې وړ ده، چې د لبنان د حزب الله غورځنګ اړوند “المنار” تلويزيوني شبکې د اسرائيلي پوځ د ويشتل شوې اډې انځورونه خپاره کړي، چې اورونه پکې لګيدلي دي. المنار دغه راز ادعا کړې، چې په ياد بريد کې ۱۶ صهيونيستي پوځيان وژل شوي، لسګونه نور ټپيان دي او په نښه شوې پوځي اډه هم په بشپړه توګه ويجاړه شوې ده.