په ۲۰۲۶ کال کې د نشهيي توکو پر ضد ۲۵ زره عملیات شوي

په ۲۰۲۶ کال کې د نشهيي توکو پر ضد ۲۵ زره عملیات شوي
کابل ټکی کام (چهارشنبه، د لړم ۶مه)
د کورنیو چارو وزارت وايي، په ۲۰۲۶ کال کې د نشهيي توکو پر ضد ۲۵ زره او ۱۱۶ عملیات شوي، چې په پایله کې یې ۲۶ زره او ۵۰۰ هکټاره د کوکنارو او چرسو کروندې له منځه وړل شوې او ۱۰ زره او ۶۵ مشکوک کسان نیول شوي دي.
همداراز، ۳۰۱ د نشهيي توکو د پروسس لابراتوارونه او د کیمیاوي ګولیو دوه فابریکې تړل شوې دي.
دا څرګندونې په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت په کوربهتوب د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه غونډه کې شوې دي.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د دې مبارزې پر دوام ټینګار کړی او په ګاونډیو هېوادونو کې یې د نشهيي توکو کښت او قاچاق جدي ننګونه بللې ده.



