کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۱ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د اسرائیلو د جګړې وزیر “بیني ګانټز” له خپلې دندې استعفا کړې او یوې خبري ناستې ته یې د خبرو پر مهال ویلي: زه بښنه غواړم، موږ غزه کې جګړه بایللې ده نوموړي د اسرائیلي یرغمل شویو له کورنیو بخښنه وغوښته او ویې ویل: “زه بخښنه غواړم، موږ ناکامه شوي یو.” هغه زياته کړه: “د تښتول شويو کسانو کورنيو ته وايم چې موږ په ازموينه کې ناکام شوي او د خپلو بچیانو د راستنولو توان نه لرو.”د اسرائیلو د جګړې وزیر او د کابینې ځینو نورو غړو خپلې استعفاوې اعلان کړې دي. دوی ویلي نه غواړي نتنیاهو سره په هغه بېړۍ کې سفر وکړي، چې ډوبېدونکې ده.ګانټز دغه راز پر لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو غږ کړی چې ژر تر ژره ټاکنې وکړي.ګانټز وویل: “موږ نن د نتنیاهو حکومت پرېږدو هغه زیاته کړه: “نتنیاهو د ریښتینې بریا مخه نیسي. د نتنیاهو په حکومت کې سیاسي ملاحظات د غزې په جګړه کې د ستراتیژیکو پرېکړو مخه نیسي.”هغه د ګوند په مشرانو غږ کړی، چې د “ملي صهیونیستي ملي وحدت حکومت” د جوړولو لپاره د ټاکنو ترسره کولو لپاره زما تر څنګ ودرېږئ. دویلو ده، چې د اسرائيلو دغه پخواني لوی درستیز ګانټز تېره میاشت ګواښ کړی و که د نتنیاهو په مشرۍ حکومت د جون تر اتمې د غزې د جګړې لپاره نوی پلان تصویب نه کړي، نو دی به له حکومته استعفا وکړي.