کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۰ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د “حماس اسلامي غورځنګ” د پوځي څانګې “القسام” لېوا ځواکونو د غزې د رفح ښار “العوده” څلورلارې ته څېرمه په اسرائیلي پوځیانو مرګوني بریدونه کړي دي. د القسام لېوا سرچینو “المیادین” خبري آژانس ته ویلي، چې ځواکونو یې نن یکشنبه د رفح ښار په العوده څلور لارې کې د صهیونیستي ځواکونو درې ټانکونه د “یاسین 105” توغندیو پر مټ ویشتلي، چې په پایله کې یې دوه ټانکونه په بشپړه توګه له منځه تللي او یوه ته یې د پام وړ زیان اوښتی ده. د قسام لېوا سرچینې ادعا کوي، چې په دې بریدونو کې یې د اسرائیلي ترهګر پوځ ۱۰ عسکر وژلي، ګڼ نور یې ټپیان کړي او صهیونیستي پوځیان له “العوده” څلورلارې شاتګ ته اړ شوي دي. د یادونې وړ ده، چې اسرائیلي ترهګر ريژیم تر اوسه په رسمي توګه د حماس ډلې د ادعاوو په هکله څه نه دي ویلي؛ خو د اسرائیلو ۱۲ خبري آژانس غزه او رفح کې د حماس ځواکونو او صهیونیستي پوځیانو ترمنځ د سختو جګړو خبر ورکړی ده.


















