له غزې پر اسرائيلو سلګونه توغندي ویشتل شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۵ وږی، ۱۴۰۳ل)

حماس اسلامي غورځنګ خبر ورکړس، چې له غزې یې په اسرائیلو سلګونه توغندي ویشتلي دي. یاد غورځنګ دغه راز ویلي، چې د اوربند لپاره يې د اسرائيلو شرطونه رد کړي او قاهره کې روانې خبرې بې نتیجې پاي ته رسیدلي دي.
د حماسي پوځي څانګې ويلي، د تل ابيب پر لور يې د “اېم ۹۰” توغندي “د اسرائيلو له خوا د ملکي وګړو د وژنی په ځواب کې توغولي” دي.

د توغندیو دغه بريد په داسې حال کې شوی چې حماس وايي د اوربند خبرو لپاره يې د اسرائيلو له خوا وړاندې شوي شرطونه رد کړي دي.

څو ورځې وړاندې د مصر پلازمېنه قاهره کې د خبرو اترو وروستی پړاو ترسره شو، حماس هم خپل استازي ور لېږلي وو. د حماس يوه چارواکي ويلي، د دوی استازو د مصر او قطر له منځګړو سره تر خبرو او د مذاکراتو د وروستيو پايلو له خبرېدو وروسته له قاهرې وتلي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button