کابل ټکی کام (دوشنبه، ۵ وږی، ۱۴۰۳ل)
د لبنان د حزب الله وسله والې ډلې مشر، حسن نصرالله، وايي، پر اسرائیلو د خپل پروني لوی توغندیز او ډرون برید اغېز ارزوي.
د حزب الله مشر حسن نصرالله په یوه ټلویزیوني وینا کې ويلي، په اسرائیلو کې دننه تل ابیب ته څېرمه د پوځ استخباراتي او د څارنې اډې او مرکزونه یې په نښه کړې. نوموړي وویل د فواد شکر د وژنې ځوابي برید بشپړ شوی او په وینا یې که ارزونې وښوده چې نورو بریدونو ته هم اړتیا ده دا کار به وکړي.
حسن نصرالله ويلي٬ “که پایله قانع کوونکې وه او هغه موخه یې تر لاسه کړه چې پام کې وه نو بیا د فواد شکر د وژنې او د بيروت په سوېل کې د دهیه پر کلي د برید غچ بشپړ شوی او که زموږ له انده بسنه یې نه کوله نو بیا موږ دا حق لرو چې بیا برید وکړو.”
حزب الله وايي پر اسرائیلو د ۳۲۰ توغندیو په توغولو توانېدلی او دا توغندیز برید د دغه غورځنګ د نوموتي قومندان فواد شکر د وژنې په غچ کې شوی دی.


















