سه شنبه, اپریل 28, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

بریکس سره د افغانستان اړیکې: چیلنجونه او ګټې!

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
اگست 27, 2024
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
19
ځلې شریک شوی
232
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

محمد سليم سليمان

که څه هم افغانستان په مستقیم ډول د بریکس سازمان غړی هېواد نه دی، خو د هېواد جغرافياوي او ستراتيژيک موقعيت ته په کتلو په دې سازمان کې د افغانستان غړيتوب د نړيوالې همکارۍ او اقتصادي پرمختګ په برخه کې د هېواد په ګټه تمامیدلی شي. بريکس (BRICS) يو نړيوال سازمان دی چې د نړۍ پنځه مهمو هېوادونو: برازیل، روسیه، هند، چین، او سويلي افریقا لخوا یې بنسټ ايښودل شوی دی چې د نړيوالې همکارۍ، اقتصادي پرمختګ، او سياسي استحکام د پیاوړتیا په موخه رامنځته شوی دی.

دا هم ولولئ

د مالي جکړه؛ د حکومت او مخالفینو متضاد دريځونه-پوځ وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

د بريکس هېوادونه د نړۍ په کچه د اقتصاد په ډګر کې ډېر ستر هېوادونه دي ، چين چې د نړۍ دويم ستر اقتصاد دی د بريکس له بنسټ ايښودونکو څخه دی، همدارنګه د برازيل مخ پر وده اقتصاد او د افريقا به لويه وچه کې د سويلي افريقا او په اروپا کې د روسيې اقتصاد ، ورځ تر بلې راټوکېدونکی د هند اقتصاد يې روښانه مثالونه دي. په دې سازمان کې د نړۍ پراخه جغرافيا او د نړۍ د نفوس له نيمايي څخه ډېر نفوس مېشت دي ، نو که افغانستان د بريکس د نړيوال فورم سره خپلې اړيکې پراخې کړي، نو دا به د افغانستان لپاره د اقتصادي پرمختګ او اقتصادي پانګونې لامل شي د بريکس هېوادونو سره همکاري کېدلای شي افغانستان ته نوې سوداګريزې لارې پرانيزي، چې د افغانستان د اقتصاد په پياوړتيا او خلکو ته د کارموندنې رامنځته کېدو ته زمينه برابرولای شي.

دا هېوادونه چې پورته یې موږ نومونه ياد کړل په زيربنايي پروژو کې ډېر تجربه لرونکي هېوادونه دي. افغانستان ته د بريکس د غړو هېوادونو څخه د تخنيکي او مالي مرستو ترلاسه کول به د افغانستان د زيربناوو جوړولو په برخه کې مرسته وکړي. دا مرستې کولای شي په افغانستان کې د سړکونو، بندونو، بريښناکوټونو او نورو مهمو زيربنايي پروژو په جوړولو کې ګټورې تمامې شي.

بريکس د زده کړو په برخه کې هم ډېر پرمختللی سازمان دی که بريکس له افغانستان سره په تعليمي او علمي برخو کې همکاري وکړي، نو دا به د افغانستان د تعليمي نظام د پياوړتيا او پرمختګ لامل شي. د بريکس هېوادونو سره د پوهنتونونو او علمي ادارو د همکاریو پراخول کېدلای شي د افغانستان د زده‌کړيالانو لپاره د نوي علمي لارو او نويو علمي تجربو د ترلاسه کولو زمینه برابره کړي.

بريکس هېوادونه د بېلابېلو کولتورونو او ژبو خاوندان دي. د دې هېوادونو سره کلتوري او اجتماعي همکارۍ پراخول کولای شي د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ د کولتوري تبادلې او پوهې د پراختيا سبب شي. دا به د افغانستان خلکو ته نوي کلتوري تجربې او د نړۍ د نورو ملتونو سره د اړیکو جوړولو فرصتونه برابر کړي.

د بريکس د نړيوال فورم له لارې افغانستان کولای شي د سوداګرۍ نوې لارې پيدا کړي. د دې هېوادونو سره د سوداګرۍ د تړونونو لاسلیک کول به افغانستان ته د خپلو صادراتو لپاره نوې بازارونه پرانيزي او د نړيوالې سوداګرۍ په ډګر کې به د افغانستان موقف پياوړی کړي او د افغانستان د اړیکو پراخول به ورسره ددې هېواد راتلونکی پرمختګ او ثبات تضمین کړي.

همدارنګه د بریکس د ښاروالي فورم (BRICS International Municipal Forum) هم ددې سازمان يو سب فورم (د سازمان يو ښاخ) او یو له هغو مهمو نړیوالو پلاتفورمونو څخه دی چې د بریکس هېوادونو (برازیل، روسیه، هند، چین، او جنوبي افریقا) د ښاروالیو او محلي حکومتونو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ د پیاوړتیا لپاره جوړ شوی دی. دا فورم د دې لپاره دی چې د بریکس هېوادونو ښارونه او محلي ادارې وکولای شي په ګډه د خپلو سیمو د پرمختګ، ښاري مدیریت، او د پایداره پرمختګ اهدافو ته د رسیدو لپاره کار وکړي. ددې فورم راتلونکې غونډه چې د روان کال د اګست په ۲۷ او ۲۸ په روسيه کې کېدونکې ده يوه سرنوشت سازه غونډه ده چې ددې سازمان په دننه کې د هېوادونو د ښاروالیو او محلي حکومتونو ترمنځ د همکارۍ، تجربو شریکولو، او د سیمیزو ستونزو حل لپاره ګډ کار کول یې د اجنډا برخه ده.

د بریکس د هېوادونو ښارونه په ګړندۍ توګه د ښاري ستونزو لکه زیاتېدونکی نفوس، د زيربناوو کمښت، او د چاپېریال د ساتنې له ننګونو سره مخامخ دي. د بریکس د ښاروالي فورم په دې موخه جوړ شوی چې د دې هېوادونو ښارونه په ګډه د دې ستونزو پر وړاندې حل لارې ومومي او خپل تجربې سره شريکې کړي.

د بريکس هېوادونو د ښارونو چاپيريال ساتنه، پایداره انرژي، د اوبو مدیریت، د کثافاتو راټولول او بیا کارول، او د شنو ځایونو جوړول د دې پروژو له مهمو برخو څخه دي. د دې پروژو په عملي کولو سره، ښارونه کولای شي د چاپېریال ساتنه او د ښاري ژوند کیفیت ته وده ورکړي. د بریکس د ښاروالي فورم د ښارونو ترمنځ د نوې ټکنالوژۍ او نوښتونو په برخه کې هم خپلمنځي تجربې شريکوي. په دې برخه کې د سمارټ ښارونو (Smart Cities) جوړول او د ټکنالوژۍ په مرسته د ښاري خدماتو ښه کول شامل دي. دا نوښتونه کولای شي د ښارونو لپاره نوي او اغیزمن حل لارې برابرې کړي. د بریکس د ښاروالي فورم د کلتوري او تعلیمي همکاریو په برخه کې هم ډېر فعال دی. په دې برخه کې د فرهنګي تبادلو، ګډو تعلیمي پروګرامونو، او د محصلانو او استادانو ترمنځ د همکارۍ لپاره ګډ پروګرامونه شامل دي.

د بریکس د ښاروالي فورم له پیل راهیسې، د بریکس هېوادونو ښارونو ترمنځ ګڼ شمېر همکارۍ او تړونونه لاسلیک شوي دي. دا همکارۍ او پروژې د ښاري پرمختګ، اقتصادي ودې، او ټولنیز عدالت په برخه کې د پام وړ اغیزې لرلي دي.

بریکس سره د افغانستان اړیکو په برخه کې چیلنجونه

بريکس سازمان ته له ورګډېدلو مخکې افغانستان له ځينو بنيادي ستونزو سره مخ دی چې له کلونو کلونو پخوا په افغانستان کې د جګړو او بې ثباتي له امله رامنځته شوې او د نفوسو په ډېرېدو تر اوسه پورې ورته اغېزمنې حللارې او اغېزمن کار نه دی شوی لکه: اقتصادي زیربناوو په برخو کې وروسته پاتې والی. ناپایداره اقتصادي وده، پر افغانستان باندې د امريکا او اروپا بندیزونه او سیاسي فشارونه، د تعلیمي او تخنیکي همکاريو کمزورتیا، د بین المللي سازمانونو نه ملاتړ او نور یې روښانه مثالونه دي.

که څه هم افغانستان کولای شي د بریکس سره د همکارۍ له فرصتونو څخه ګټه واخلي، خو یاد شوي چیلنجونه د دې اړیکو په پراختیا کې اوسمهال جدي خنډونه دي. د دې چیلنجونو حل لپاره، افغانستان ته اړینه ده چې د خپلو اقتصادي، سیاسي، او اداري سیستمونو په پیاوړتیا کې جدي هڅې وکړي، تر څو د بریکس هېوادونو سره په اغیزمنه توګه همکارۍ رامنځته کړي او له دې فرصتونو څخه د خپل هېواد په ګټه او د اقتصادي پرمختګ په پار استفاده وکړي.

لوی ټکي: برېکس، افغانستان،اړیکې،سلیم سلیمان،
مخکینې مطلب

ذبيح الله مجاهد: د يوناما له لوري د امر بالمعروف او نهي عن المنکر پر قانون اندېښنې بې ځایه دي

بل مطلب

تل ابیب کې خونړۍ چاودنې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

ځانګړي مطالب

راپور تاژ

د مالي جکړه؛ د حکومت او مخالفینو متضاد دريځونه-پوځ وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 27, 2026
خبرونه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزیر مسقط ته ورسېد؛ ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د امریکایي پلاوي سفر لغوه کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026

وروستي

د مالي جکړه؛ د حکومت او مخالفینو متضاد دريځونه-پوځ وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 27, 2026
0

اسلامي امارت د ثور اوومه غندلې او اتمه یې د بریا تاریخي ورځ بللې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

جوزجان کې د ۱۶۰ میلیون ډالرو په پانګونه د سیمنټو د سترې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

په حیرتان بندر کې د ۶۰ زره ټنه نفتي زېرمو د بیارغونې پروژه بیا پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

کورنيو چارو وزير په کابل کې د چین له سفیر سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

بلخ کې د اوو ولایتونو ترمنځ د تکواندو اوولسم پړاو سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

چینايي شرکت په بغلان کې د فولادو سترې فابریکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

د نړۍ پوځي لګښتونه په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د مالي جکړه؛ د حکومت او مخالفینو متضاد دريځونه-پوځ وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د نړۍ پوځي لګښتونه په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اسلامي امارت د ثور اوومه غندلې او اتمه یې د بریا تاریخي ورځ بللې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د مالي جکړه؛ د حکومت او مخالفینو متضاد دريځونه-پوځ وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

اسلامي امارت د ثور اوومه غندلې او اتمه یې د بریا تاریخي ورځ بللې

جوزجان کې د ۱۶۰ میلیون ډالرو په پانګونه د سیمنټو د سترې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې

په حیرتان بندر کې د ۶۰ زره ټنه نفتي زېرمو د بیارغونې پروژه بیا پیل شوه

کورنيو چارو وزير په کابل کې د چین له سفیر سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

بلخ کې د اوو ولایتونو ترمنځ د تکواندو اوولسم پړاو سیالۍ پیل شوې

چینايي شرکت په بغلان کې د فولادو سترې فابریکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

د نړۍ پوځي لګښتونه په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي

اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com