کابل ټکی کام (سه شنبه، ۶ وږی، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د صهیونیستي ريژیم په پلازمېنه “تل ابیب” کې یوې زورورې چاودنې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
العربیه نړیوالې تلویزیوني شبکې خبر ورکړی، چې د چاودنې غږ دومره زورور و، چې پلازمینې تل ابیب کې تر لرې لرې ځایونو اوریدل شوی دی.
په ورته مهال اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی، چې په چاودنه کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي، چې له ډلې یې د ځینو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ ښودل شوی دی.
له بل پلوه د فلسطین اسلامي جهاد مقاومتي غورځنګ د چاودنې مسؤلیت منلی او په خبره یې برید د یو سرتیري بریدګر لخوا ترسره شوی ده.
د یادونې وړ ده، چې وړمه ورځ هم د په پلازمېنه تل ابیب کې یوه لویه چاودنه رامنځته شوې وه او مسؤلیت یې حماس اسلامي غورځنګ منلی و.