حماس: د يحيی سنوار شهادت به زموږ مبارزه لا پياوړې کړي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۷ تله، ۱۴۰۳ل)
له هغه وروسته چې تیره ورځ د صهيونيستي اشغالګرو له لوري د حماس اسلامي غورځنګ د مشر يحيی سنوار د شهادت خبر خپور شو، د دغه غورځنګ يو مهم مشر خلیل الحيه د خپل مشر د شهادت پخلی کړی دی.
نوموړي د شهيد يحيی سنوار د جهادي فعالیتونو ستاینه کړې او په خبره يې ټول عمر يې د خپل هيواد او ملت د حقونو د ترلاسه کولو لپاره نه ستړې کېدونکې مبارزه وکړه او په پای کې تر ټولو ستر مقام شهادت ته ورسېد.
د ښاغلي الحيه په خبره د حماس سياسي دفتر مشر يحيی سنوار شهادت به نه يوازې د اشغالګرو صهيونيستانو پر وړاندې د فلسطيني ملت مقاومت کمزوری نه کړي، بلکې دوی به لا ډېر د خپلو ارزښتونو لپاره مبارزې ته وهڅوي او مقاومت به لا ډېر پياوړی شي.
بايد وویل شي، چې شاوخوا درې مياشتې وړاندې د حماس اسلامي غورځنګ د سياسي دفتر مشر اسماعيل هنيه له شهادت وروسته يحيی سنوار د دغه غورځنګ د سياسي مشر په توګه ټاکل شوی و.



