کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۷ لړم، ۱۴۰۳ل)
له هغه وروسته، چې د تېر اکتوبر په لومړۍ نېټه صهیونیستي اشغالګرو په جنوبي لبنان کې د حزب الله اسلامي غورځنګ د ځواکونو پر وړاندې پراخ ځمکني عملیات پیل کړل او پر ضد یې د حزب الله چریکي بریدونه روان دي د اسرائیلو ۱۲ خبري شبکې خبر ورکړی، چې په جنوبي لبنان کې د صهیونیستي پوځیانو مرګ ژوبله کې زیاتوالی راغلی دی.
یادې شبکې په یوه تحلیلي راپور کې ویلي، چې په تېرو ۴۵ ورځو کې ۱۵۰ اسرائیلي پوځیان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې یو شمېر نړېوالې خپلواکې رسنۍ بیا په جنوبي لبنان کې د اسرائیلي پوځیانو تلفات تر هغه څو چنده ډیر دي، چې اسرائیلي رسنیو اعلان کړي دي.


















