د حزب الله ځواکونو برید کې یو لوړ پوړی صهیونیستي قوماندان وژل شوی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۹ لړم، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د لبنان په جنوب کې د حزب الله اسلامي مقاومتي غورځنګ د ځواکونو په برید کې یو لوړ پوړی اسرائیلي ترهګر قوماندان وژل شوی دی.
د لبنان اسلامي مقاومتي غورځنګ حزب الله ته نږدې سرچینو “المنار” تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ادعا کړې ده، چې یاد قوماندان د صهیونیستي پوځ د “جولاني” لېوا غړی و او د لبنان او اشغالي فلسطین پر پوله یې د جګړې مشري کوله.
د یادونې وړ ده، چې تر دې دمه صهیونیستي ترهګر ريژیم د یادې پېښې په هکله څه نه دي ویلي.



