کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۸ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
له هغه وروسته، چې د سوریې په شمالي حلب ولایت کې د وسله والو ډلو بریدونو زور واخیست لس کوچني کلي یې له حکومتي ځواکونو ونیول او تر ۳۰ تنو حکومتي ځواکونه یې ووژل. د سوریې دولتي تلویزیون خبر ورکړی، چې د وسله والو پر وړاندې یې پراخ ځمکني او هوایي عملیات پیل کړي، چې په پایله کې یې ۱۷۰ جنګیالي وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
تر دې وړاندې حکومت مخالفې “تحریرالشام” وسله والې ډلې ادعا کړې وه، چې ځینې سیمې یې له حکومتي ځواکونو نیولي او ګڼ پوځیان یې وژلي دي.
د یادونې وړ ده، چې په ۲۰۱۱م کال کې د سوریې په ځینو سیمو کې حکومت ضد لاریونونه پیل شول، چې ډېر ژر په وسله وال تاوتریخوالي بدل شول او ورسره همهاله د سوریې په نظامي اهدافو د امریکا او اسرائیلو بریدونه هم پیل شول، چې لا هم دوام لري.


















