له اسلام‌کلا ګمرکه ۲۹ ټانکره بې‌کیفیته نفتي مواد بېرته وګرځول شول

کابل ټکی کام (يکشنبه، د لړم ۲۴مه)

د هرات ولایت مسوولین وايي، د اسلام‌کلا له ګمرکه ۲۹ ټانکره بې‌کیفیته نفتي مواد د ټاکل شویو کیفیتي معیارونو د نه پوره کولو له امله بېرته صادروونکي هېواد ته ګرځول شوي دي.

د مسوولینو په وینا، په مسترد شویو ټانکرونو کې ۲۳ ټانکره پټرول، څلور ټانکره ډیزل او دوه موټر د بېس اویل شامل دي، چې پرون یې هېواد ته د داخلېدو مخه نیول شوې ده.

دغه اقدام د بې‌کیفیته نفتي موادو د وارداتو مخنیوي، د مصرفوونکو د حقونو د خوندیتوب او د کیفیتي معیارونو د پلي کېدو په موخه شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button