جوزجان کې د بیات پاور ۴۰ مېګاواټه ګازي برېښنا توربین بېرته فعال شو

کابل ټکی کام (يکشنبه، د لړم ۲۴مه)

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د ۱۴۰۵ کال د عقرب په ۲۳مه په جوزجان ولایت کې د بیات پاور د ۴۰ مېګاواټه ګازي برېښنا توربین د بیا فعالېدو پرانیسته وکړه.

د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، نوموړي د برېښنا د تولید په برخه کې د بیات پاور پانګونه ستایلې او له نورو پانګوالو یې هم غوښتي چې د برېښنا او نورو اقتصادي سکټورونو کې پانګونه وکړي.

ملا برادر ویلي، اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي ودې او صنعتي کېدو لپاره مهم ګامونه اخیستي او پانګوالو ته یې د پانګونې مناسب فرصتونه برابر کړي دي.

نوموړي له پانګوالو او صنعت‌کارانو غوښتي چې د هېواد په ابادۍ او خلکو ته د کاري فرصتونو په برابرولو کې ونډه واخلي.

مربوطه مطالب

Back to top button