کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۸ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د غزې په شمال کې په دوه جلا بریدونو کې ۶ تنه ترهګر صهیونیستي پوځیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” لېوا سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د غزې تړانګې په شمال کې یې هغه ودانۍ په بمونو الوځولې، چې صهیونیستي ترهګر پوځیان پکې راټول شوي وو.حماس غورځنګ ادعا کوي، چې په یاد برید کې یې ۵ اسرائیلي پوځیان وژلي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
د حماس غورځنګ سرچینو دغه راز ادعا کړې، چې ځواکونو یې یو اسرائیلی سرتیری په زخمي حالت کې نیولی و، حالت یې خراب و او د وینې د ضایع کېدو له امله مړ شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې صهیونیستي ريژیم تر دې دمه د یادو ادعاوو په هکله په رسمي توګه څه نه دي ویلي؛ خو د اسرائیلو ۱۲ نیمه دولتي خبري آژانس غزه کې اسرائیلي پوځیانو ته د اوښتې مرګ ژوبلی پخلی کړی دی.


















