د رياست الوزرا د دفتر رئیس د برتانیې له ځانګړي استازي سره د افغانستان او پاکستان د ستونزو پر حل خبرې کړي

کابل ټکی کام (يکشنبه، د لړم ۲۴مه)
د ریاستالوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع د برتانیې لپاره د افغانستان له ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.
د ریاستالوزراء مقام د خبرپاڼې له مخې، په دې خبرو کې له افغانستان سره د برتانیې پر بشري مرستو، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شته ستونزو پر حل او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر ښه کېدو بحث شوی دی.
ملا عبدالواسع د برتانیې او نورو هېوادونو د هڅو د قدردانۍ ترڅنګ ویلي، اسلامي امارت د ملي ګټو او متقابل درناوي پر بنسټ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو او سیمهییز ثبات غوښتونکی دی.
په ورته مهال، د برتانیې ځانګړي استازي ویلي، هېواد یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل او اړیکو عادي کولو په موخه له دواړو لورو سره لیدنې او مشورې کړې دي.
لینډزي زیاته کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به پاکستان ته سفر وکړي او له پاکستاني چارواکو سره به د یادو ستونزو د حل په اړه خبرې وکړي، څو د خبرو اترو او تفاهم له لارې د اختلافاتو د هواري زمینه برابره شي.



