د افغانستان او ایران د مالیې او کرنې وزیرانو پر اقتصادي او سوداګریزو همکاریو خبرې کړي

کابل ټکی کام (يکشنبه، د لړم ۲۴مه)

د مالیې وزارت وايي، د دغه وزارت وزیر او د افغانستان او ایران د ګډ اقتصادي کمېسیون رئیس حاجي ملا محمد ناصر اخوند ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د کرنې له وزیر او د ګډ اقتصادي کمېسیون له رئیس غلام رضا نوري قزلجه سره لیدلي دي. په دې کتنه کې د ګډ اقتصادي کمېسیون د راتلونکې غونډې پر جوړېدو، ایران ته د افغان کرنیزو محصولاتو پر صادراتو، د ګمرکونو پر ۲۴ ساعته فعالیت او د افغان سوداګرو د ستونزو پر حل بحث شوی دی.

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د ناقانونه توکو د قاچاق پر مخنیوي او د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا هم خبرې شوې دي.

د ایران د کرنې وزیر په کرنه، مالدارۍ او اوبو لګولو برخو کې له افغانستان سره د همکاریو او د ګډ اقتصادي کمېسیون راتلونکې غونډې ته د بشپړ چمتووالي ډاډ ورکړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button