د حوثیانو ادعا؛ ریاض کې مو مهم پوځي او ستراتیژیک اهداف ویشتلي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۴ لړم، ۱۴۰۵ل)
د یمن د واکمې حوثي ډلې ځواکونو ادعا کړې، چې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې یې د مهمو پوځي او ستراتیژیکو تاسیساتو پر وړاندې دوه پوځي عملیات ترسره کړي دي.
د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، د یمني ځواکونو د ویاند “جنرال یحیی سریع” په وینا، په دغو عملیاتو کې درې بېپیلوټه الوتکې کارول شوې دي.
یحیی سریع ویلي، چې د ریاض د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر د یوې بېپیلوټه الوتکې په وسیله په نښه شوی دی.
د نوموړي په وینا، د ختیځ – لویدیځ د تېلو نللیکې پنځم پمپسټېشن پر وړاندې ترسره شوي، چې دوه بېپیلوټه الوتکې پکې کارول شوې دي.
سریع ادعا کړې، چې دواړو عملیاتو خپل ټاکلي اهداف په بریالیتوب سره ویشتلي دي؛ خو د احتمالي زیانونو او مرګژوبلې په اړه یې جزئیات نه دي ورکړي.
بلخوا، د سعودي عربستان چارواکو د دغو ادعاوو په اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی او د بریدونو د پایلو په اړه خپلواک تایید هم نه دی خپور شوی.
د یادونې وړ ده، چې په وروستیو ورځو کې د سعودي عربستان او یمن ترمنځ پوځي کړکېچ زیات شوی او د دواړو لورو ترمنځ د توغندیزو او هوايي بریدونو لړۍ شدت موندلی دی.



