کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره د سوريې پر خپلواکه خاوره د صهيونيستي رژيم پرلهپسې بمبارۍ په کلکو ټکو وغندلې او د دې هېواد د آزادۍ او استقلال څرگند نقض يې بللې دی.په سوريه كې د بشار الاسد د نظام له نسکورېدو وروسته صهيونيستي يرغلګر رژيم د خپلو وحشتونو په دوام د ياد هېواد پر خاوره تېري او پر يو لړ نظامي تاسيساتو او شتمنيو سربېره يې پر ملكي سيمو بمبارۍ کړي، چې درانه ځاني او مالي تلفات يې رامنځته کړي دي . په ياده اعلاميه کې ويل شوي: (( دغه خطرناک اقدام د هغې ناكامې ستراتېژۍ دوام دی، چې صهيونستي رژيم يې د منځني ختيځ په بېلابېلو هېوادونو کې د خپلو نامشروع اهدافو د تر لاسه کولو لپاره پر مخ وړي.))د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د سوريې د خلکو په اراده له خپلواک حکومت څخه د ملاتړ تر څنګ پر ښکېلو سيمهييزو او نړيوالو قدرتونو غږ کوي، چې د سوريې ملت د خپل راتلونکي په باب خپل مستقل او ازاد انتخاب ته پرېږدي، تر څو له هر ډول بهرنيو فرمايشونو او فشارونو پرته د خپل هېواد برخليک په خپله وټاکي.