کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
د لبنان “الاخبار” رسنۍ خبر ورکړی، چې په دمشق واکمنو ډلو حماس، اسلامي جهاد او ځینو نورو فلسطیني ډلو ته ویلي، چې وسلې پر ځمکه کېږدي او تر دې وروسته اجازه نلري، چې د سوریې له خاورې په اسرائیلو بریدونه وکړي.
یادې ورځپاڼې د حماس غورځنګ د یوې سرچینې په حواله ویلي، چې سلګونه جنګیالي یې له وړاندې له دمشق وتلي او پاتې به یې هم ژر سوریه پریږدي.
د حماس غورځنګ سرچینې دغه راز د سوریې له ولس مننه کړې، چې لسیزې یې د دوی کوربتوب او مرسته کړې ده.
د ویلو ده، چې حماس غورځنګ تر دې دمه د یاد خبر په اړه په رسمي توګه څه نه دي ويلي.


















