کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۳ سلواغه، ۱۴۰۳ل)
د حماس جهادي غورځنګ وياند ابو عبيده خبر ورکړی، چې له شوې هوکړې څخه د اسرائيلي اشغالګرو د پرله پسي سرغړونو له امله يې د اسرائيلي بنديانو د تبادلې لړۍ وځنډوله.ټاکل شوې وه، چې د اسرائيلي بنديانو بله تبادله به راتلونکې شنبه ترسره شي، خو حماس جهادي غورځنګ ويلي، چې تر بلې خبرتيا ځنډېدلې.ښاغلي ابو عبيده ويلي، چې د حماس مشرتابه تېرو درېوو اوونيو کې له تړون څخه د اسرائيلو سرغړونې څارلې دي، چې د غزې شمال ته د بې ځايه شويو کسانو بېرته راګرځېدل يې ځنډول او خنډونه يې ورته ايجادول، د غزې تراړې په مختلفو سيمو کې هوايي بريدونه او ډزې ترسره کول او د تړون له مخې په کافي اندازه مرستندويو موادو ته اجازه نه ورکول، هغه څرګندې تخطۍ دي، چې اسرائيلي اشغالګرو ترسره کړې دي.
نوموړي زياته کړې، چې بله خوا د مقاومت جهادي ډلو خپلې ټولې ژمنې پلي کړې دي.
حماس جهادي غورځنګ پر اسرائيلو غږ کړي، چې خپلې ژمنې پلي کړئ او د تېرو اوونيو حقونه بېرته فلسطيني ولس ته ورکړئ، چې د نه عمل په صورت کې به د بنديانو تبادله ځنډېدلې وي.حماس ډاډ څرګند کړي، چې دوی د هوکړې تطبيق ته په پوره معنا ژمن دي، خو که اسرائيل ورته ژمن پاتې شي.د يادونې وړ ده، چې اسرائيلي اشغالګرو په خپل تاريخ کې هره هوکړه ماته کړې او له هر تړون او وعدې يې سرغړاوي کړي دي، چې د غزې وروستي تړون يې څرګند مثال دي.















