کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۴ سلواغه، ۱۴۰۳ل)
د یمني حوثیانو بنسټګر مشر “سید عبدالمالک حوثي په خپلو تازه څرګندونو کې د عربي هېوادونو مشرانو ته په پیغوریزه بڼه ویلي، چې ستاسو د غلامۍ پایله ده چې ټرمپ د غزې د نیولو ګواښونه کوي.
حوثي ويلي، چې د امریکایي-اسرائیلي پروژې موخه د سپیڅلو ځایونو نيول دي، یوازې د الاقصى جومات نه بلکې د مکې او مدینې د نیولو هڅه هم کوي.
د نوموړي په خبره:عربي رژیمونو حتی د بشري اړخ له مخې هم تر دې دمه د غزې په اړه یو متحد دریځ نه دی نیولی.سعودي رژیم چې څو څو سرمشریزې یې جوړې کړې ترڅو یوازې اعلامیې صادرې کړي، په پای کې یې د اسرائیلي الوتنو پر مخ خپل هوایي حریم خلاص کړی، چې دا له اسلامي امت سره یوه ستره او نه هېریدونکي جفا ده
ښاغلي عبدالملک حوثي ټرمپ ته په خطاب کې ویلي:د چا څخه به تاسو غزه واخلئ، ای جاهله، بې خبره، بې پرواه؟! تاسو یې له چا څخه اخلئ او دا معامله کوئ؟”
حوثي یوځل بیا ګواښ کړی، زموږ که اسرائیلي دښمن د غزې پر ضد خپل تهاجم بیا پیل کړي، موږ چمتو یو چې سمدستي نظامي عمليات پيل کړو.















