‏د هرات‌ـ خواف اوسپنې پټلې له لارې له دوو هیوادونو څخه شل واګونه بوره، شپږ واګونه سيمنټ راورسیدل

‏د هرات‌ـ خواف اوسپنې پټلې له لارې له دوو هیوادونو څخه شل واګونه بوره، شپږ واګونه سيمنټ راورسیدل

کابل تکی کام (چهار شنبه، ۱۵ کب، ۱۴۰۳ل)

د هرات ولايت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د افغانستان او سیمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر د چټکتیا په لړ کې، د ایران هېواد څخه د سمنټو شپږ واګونه او د متحده عربي اماراتو څخه شل واګونه بوره د خواف-هرات اورګاډي پټلۍ ‏له لارې د روزنک تم‌ځای ته رارسېدلي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د هرات ولایت سیمه‌ییزه اداره ژمنه ده چې د سوداګرو او صنعت‌کارانو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي، ترڅو د دوی سوداګریز توکي د خواف-هرات اورګاډي پټلۍ له لارې په چټکۍ ولېږدول شي او هڅه کوي په دې برخه کې، اړین اقدامات ترسره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button