نورالدين عزیزي په تانزانیا کې د پانګونې نړیوال کنفرانس کې د افغانستان د اقتصادي ظرفیتونو پر معرفي کولو خبرې کړي

کابل ټکی کام (جمعه، د لړم ۳۰مه)

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د تانزانیا په پلازمېنه دارالسلام کې د پانګونې په اووم نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی او د دغه هېواد د ولسمشر له مرستیال او د نړیوالو شرکتونو له استازو سره یې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، عزیزي د کنفرانس په لومړۍ ورځ د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو او استازو سره هم لیدلي او په یوه ګردي مېز کې یې د اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه شریک کړي دي.

دغه وزارت زیاتوي، چې په دې نړیوال کنفرانس کې د افغانستان ګډون د هېواد د پانګونې د فرصتونو او ظرفیتونو د معرفي کولو او له تانزانیا او نورو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم فرصت بلل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button