حماس د بندیانو په اړه د ټرمپ وروستي ګواښونه بې ارزښته ګڼلي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۶ کب، ۱۴۰۳ل)

وروسته له هغه چې تېره شپه د امریکا ولسمشر ټرمپ حماس ته ګواښ وکړ، چې ټول اسرائیلي بندیان باید ژر تر ژره خوشې کړي، یاد غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ولسمشر ټرمپ ګواښونه بې ارزښته ګڼلي دي.

حماس اسلامي غورځنګ ټینګار کړی، که څوک د بندیانو خوندي خوشې کېدل غواړي باید تړون ته ژمن پاتې شي کنه ګواښونه نه شي کولی د بندیانو خوشې کولو ته لار هواره کړي، بلکې ګواښونه مسئله لا پیچلې کوي.

د ویلو ده، چې حماس اسلامي غورځنګ یوځل بیا ټینګار کړی، چې تر هغو به تړون ته ژمن پاتې کېږي، چې اسرائیلو جګړه نه وي پیل کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button