کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۶ کب، ۱۴۰۳ل)
العربیه نړیوالې تلویزیوني شبکې خبر ورکړی، چې د پخواني ولسمشر “بشارالاسد” د ملاتړو وسله والو په بریدونو کې ګڼ شمېر سوریایي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سوریې د بشري حقونو د څار لندن میشتي سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د بشارالاسد ملاتړو وسله والو د سوریې په “جبله” ښارګوټي او ځینو نورو سیمو کې د اوسني حکومت په ځواکونو ناڅاپي بریدونه کړي، چې په پایله کې یې ۱۰ تنه پوځیان وژل شوي او ۲۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
د یادونې ده، چې دا بریدونه داسې مهال ترسره کېږي، چې تېره اوونۍ د پخواني ولسمشر ورور “ماهرالاسد” ادعا کړې وه، چې د “سوریې د آزادۍ” جبهې په نوم یوه انقلابي شورا یې جوړه کړې او هدف یې د سوریې د نوي حکومت پر وړاندې د جګړې پیلول دي. د سوریې نوي حکومت تر اوسه د یادو بریدونو په هکله څه نه دي ویلي.

















