کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۶ کب، ۱۴۰۳ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” لېوا ویاند “ابوعبیده” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي: هغه څه چې دښمن د جګړې له لارې ترلاسه نه کړل د ګواښونو له لارې یې نشي ترلاسه کولی. نوموړي چې شیبه وړاندې یې الجزیرې نړیوال تلویزیوني شبکې سره خبرې کولې وویل: موږ دوه میلیارده اُمت ته ور یادوو چې د غزې مسلمان ولس ستاسو د سترګو په وړاندې د نسل وژنې، لوږې او جبري بې ځایه کولو له ګواښ سره مخ دی. ابو عبیده د خپلو خبرو پر دوام ویلي: د دوښمن ګواښونه هېڅ ارزښت نه لري، دا د هغوی لپاره یوازې شرم دی او په دا ډول کړنو سره به یې بندیان خوشې نه شي. ابوعبیده زیاته کړې: د لودیځو نظامونو سترګې ړندې دي، توپیري چلند کوي، یوازې د دښمن د اسیرانو لپاره ژاړي؛ خو زموږ د زرګونو اسیرانو سلامتي او خوندیتوب ته ارزښت نه ورکوي. نوموړي یوځل بیا په سیمه کې د صهیونیستي ضد مقاومتي محور په ځانګړې توګه له حزب الله اسلامي غورځنګ او د یمن انصارالله څخه مننه کړې، چې د فلسطین قضیه یې خپله بللې او تل یې ترې ملاتړ کړی. نوموړي ګواښ کړی، چې د غزې د ولس پر ضد هر ډول یرغل به د دښمن د اسیرانو د وژنې لامل شي او مسؤلیت به یې د صهیونیستي غاصب ريژیم پر غاړه وي.

















