کابل ټکی کام (جمعه، ۱۷ کب، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې تر دوه ورځنیو خونړیو جګړو وروسته د سوریې وسله والو ځواکونو د لاذقیه او طرطوس ښارونه په بشپړه توګه تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.
د سوریې دولتي تلویزیون د دفاع وزارت د چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې یادو ښارونو کې یې هغه سیمې یوځل بیا نیولي، چې په تېرو ۲ ورځو کې پخواني ولسمشر بشارالاسد ته وفادارو وسله والو نیولې وې.
د سوریې د نوي جمهوري دولت ویاند ادعا کړې، چې د پخواني ريژیم دوه مهم قوماندانان او ګڼ شمېر یاغیان یې سره له سلګونه میله سپکو او درنو وسلو سره یوځای نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پخواني ولسمشر ته د وفادارو ځواکونو اړوند یوې ایکس پاڼې ادعا کړې، چې نیول شوې سیمې یې لا هم په کنټرول کې دي او په ترکیې یې تور لګولی، چې د “سوریې د آزادۍ جبهې” په ځواکونو یې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي، یاده جبهه چې د بشارالاسد ورور ماهرالاسد یې مشري کوي تېره اوونۍ یې خپل شتون اعلان کړ.


















