کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ کب، ۱۴۰۳ل)
د سوریې د جموري دولت ولسمشر احمد الشرع د عربي هېوادونو مشرانو ته په خطاب کې ویلي، چې د صهیونیستي ريژیم د سیاستونه پر وړاندې غلي مه پاتې کېږئ.
ولسمشر احمد الشرع زیاته کړې، چې له اسرائیلو سره د سختې سیالۍ او جګړې لپاره اړتیا ده چې ټول عربي هېوادونه یو غږ او یو موټي شي.
نوموړی وایي، له دې پرته بله لار نشته چې له اسرائیلو سره جګړه وکړو.
د ویلو ده، چې ولسمشر احمد الشرع د سوریې په وروستیو پاڅونونو کې د اسرائیلي ريژیم ښکیلتیا شونې بللې او ادعا یې کړې، چې صهیونیستي ريژیم هڅه کوي ترڅو سوریه کې ګډوډي جوړه کړي.


















