القسام: د بیت لاهیا لوېدیځ کې مو په کمين کې 3 اسراییلي وسایط ویجاړ او اشغالګرو عسکرو ته درنه مرګژوبله واړوله

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۹غویی، ۱۴۰۴ل)
د حماس پوځي څانګې القسام اعلان کړی چې د دوی مجاهدینو د تېرې جمعې په ورځ (مې ۱۶مه) د غزې په شمال، د بیت لاهیا لوېدیځ د عطاطره سیمه کې پر اسراییلي اشغالګرو عسکرو یو کمین ترسره کړی، چې په ترڅ کې يې درې اسرائیلي پوځي وسایط په نښه شوي او دښمن ته یې د سر زیان اړولی دی.
القسام دا اعلان د دوشنبې په ماښام (مې ۱۹مه) کړی او ویلي یې دي، چې مجاهدین یې له جګړې راستانه شوي او د برید جزیات یې شریک کړي دي.
د دوی په وینا، په دې برید کې یې د “شواظ” ډول دوه چاودېدونکي توکي او یو “تاندوم” توغندی کارولی او وروسته یې له بلې اسرائیلي قطعې سره نښته کړې، چې پکې سپکې وسلې او لاسي بمونه کارول شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، دغې برید د دښمن په لیکو کې مرګژوبله اړولې او مجاهدینو د بريد په سيمه کې د اسرائیلي ژغورنې هیليکوپترونو راښکته کېدل هم ثبت کړي دي.



