د افغانستان د مخابراتو وزیر د RCC غونډه کې د ګډون لپاره تاشکند ته لاړ

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۹غویی، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان ا.ا. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات په رسمي سفر د ازبکستان پلازمينې تاشکند ته لاړ.

د دغه وزارت وياند عنايت اللّٰه الکوزی وايي، چې ښاغلی حيات به هلته د مشترک المنافع سیمه‌ییزو هېوادونو (RCC) د ۳۱مې غونډې ګډونوال وي، چې د آي سي ټي (ICT) په برخه کې د سیمه‌ییزې همکارۍ پراختیا ته ځانګړې شوې ده.

نوموړي په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې په غونډه کې به د ۲۰۲۵م کال د آي ټي یو (ITU) نړیوال کنفرانس، نړیوال پوسټي کانګرس، د غیر ثابت مدار سپوږمکیو د سیسټمونو پراختیا، ټېلېکام کې د درغلیو مخنیوی او د RCC+ هېوادونو ترمنځ د همکاریو چوکاټ جوړونې پر مهمو مسایلو خبرې وشي. وزیر به پخپله وینا کې د افغانستان د سټلایټ، پوسټ، او ټکنالوجۍ برخو پرمختګونه هم تشریح کړي.

دا سفر د افغانستان او سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د ټکنالوجۍ په برخه کې د همکارۍ د پیاوړتیا یوه مهمه هڅه بلل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button