د پولنډ ځانګړي استازي او د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزير ليدنه، په سياسي او اقتصادي همکاریو پر پراخېدو خبرې شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۴ غبرګولی، ۱۴۰۴):

د پولنډ هېواد لپاره د افغانستان ځانګړي استازي ویتالد سابکو د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو له وزير محترم مولوي امير خان متقي سره په کابل کې کتلي او پر مهال يې دواړو لوريو د سياسي او اقتصادي همکاريو، په ځانګړي ډول د افغان کډوالو د ستونزو او سيمه‌ييزو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې کړي دي.

د بهرنيو چارو وزير مولوي متقي وويل، چې د افغانستان اسلامي امارت له نړۍ سره پر متوازنه او اقتصادمحوره بهرنۍ تګلارې ولاړې اړيکې غواړي، او له همدې امله بايد د ا.ا.ا. او پولنډ د بهرنيو چارو وزارتونو تر منځ تماسونه لا زيات شي. نوموړي زياته کړه چې پولنډ کولی شي په بېلابېلو برخو کې د پانګونې له شته فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.

د پولنډ ځانګړي استازي د ا.ا.ا. له لوري د امنيت ټينګښت او د اداري فساد پر ضد د هڅو ستاينه وکړه او څرګنده يې کړه چې هېواد يې د افغانستان سره د اقتصادي پانګونو پر لارو فکر کوي. نوموړي همداراز د افغان کډوالو د ستونزو پر حلولو ټينګار وکړ.

مربوطه مطالب

Back to top button