له سوریې څخه د اسرائیل تر اشغال لاندې جولان سیمه باندې د توغندیو بریدونه شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۴ غبرګولی، ۱۴۰۴):
د راپورونو له مخې، دا لومړی ځل دی چې د بشار الاسد د رژيم له سقوط وروسته، له سوریې څخه د اسرائيلو پر لور توغندي توغول کېږي. ځايي رسنۍ وايي، دا توغندي د جولان په پرانيستو سيمو کې لګېدلي او د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
د اسرائیل راډیو (رادیو ارتش اسرائیل) ویلي، دا توغندي د سوریې د درعا ولایت د لویدیځ د تاسیل کلیو څخه توغول شوي، چې د سرحد نه شاوخوا ۱۱ کیلومتره واټن لري.
د سوریې دولتي خبري اژانس (سانا) بیا ویلي، چې اسرائیلي پوځ د دې بریدونو په ځواب کې د درعا ولایت په لویدیځ کې د سحیم الجولان سد باندې توپخانې بریدونه کړي دي.
د الجزیرې د راپورونو له مخې، د دې بریدونو مسوولیت دوو جلا ډلو منلی دی.
لومړۍ ډله، چې ځان د «شهيد محمد ضیف کنډک» په نوم یادوي، ادعا کړې چې دا برید یې د غزې د خلکو په ملاتړ ترسره کړی دی.
دویمه ډله، چې «کتائب اولیاء العباس» نومېږي، هم د دې برید مسوولیت منلی دی.
د يادو بريدونو له امله په جولان کې د خطر زنګونه غږول شوي او خلکو ته د پناه ځایونو ته د تلو ويل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ، د سوریې دولتي رسنیو او نورو سرچینو راپور ورکړی، چې اسرائیلي اشغالګرو د سوریې د هوايي دفاعي سیسټمونو پر وړاند بریدونه کړي دي.
د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د اسرائيلو بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې دا بریدونه د پام وړ انساني او مادي زیانونه لري.
دا بریدونه د سوریې او اسرائیل ترمنځ د روانو شخړو یوه نوې کړۍ ښيي، چې د سیمې امنیتي وضعیت نور هم کړکېچن کوي.



